پر ښځینه‌وو د ا.ا محدودیتونه: افغان نجونې: د کتاب لوستلو انګېزه مو له لاسه ورکړې

د کابل ښار په لوېدیځ کې د «پرتو» په نوم یوه کتاب‌پلورنځي د نجونو ترمنځ د کتاب‌ لوستلو سیالي پیل کړې ده. د کتاب لوستلو دا سیالي د نجونو په منځ کې د کتاب‌ لوستلو انګېزې د پیاوړتیا لپاره پیل شوې ده.
د دې سیالي ګډونوال وايي، د ورته پروګرامونو په مرسته کولای شي چې په ټولنه کې کتاب لوستل دود کړي.

پوتین: له افغانستانه د امریکا په وتلو نړیوال ترهګر لا فعال شوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د مسکو پنځمې امنیتي غونډې ته په وینا کې ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره دغه هېواد کې نړیوال ترهګر فعال شوي او افغانستان ورسره د پرمختګ پر ځای، لا کمزوری شوی دی. د مسکو غونډه د مرکزي اسیا هېوادونو، چین، هند او ایران د امینت شورا سلاکارانو په ګډون پرون جوړه شوه.

کابل کې د جاپان سفیر له امیرخان متقي سره کتلي

د بهرنیو چارو وزارت امیرخان متقي افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره کتلي دي.

 د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پرون چهارشنبه د سلواغې ۱۹مه کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدلي دي.

د ترکیې او سوریې زلزله کې تراوسه څه باندې ۱۷۰۰۰ کسان مړه شوي

ترکیه او سوریه کې د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د شوې زلزله له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۷۰۰۰ پورته شوی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې، دواړو هېوادونو کې په ټولیزه توګه د زلزلې له کبله ۱۷۱۷۶ کسان مړه شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

له نږدې یو میاشتني ځنډ وروسته کابل ته د ۴۰ میلیونه ډالرو کڅوړه راورسېده

د افغانستان بانک پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په لړ کې پرون چهارشنبه د سلواغې ۱۹مه د ۴۰ میلیونه ډالرو یوه بله کڅوړه کابل ته رسېدلې ده.

د ۴۰ میلیونه امریکايي دغه کڅوړه له نږدې یوه میاشتني ځنډ وروسته کابل ته رالېږدول شوې ده. د نغدي مرستو وروستۍ کڅوړه د مرغومې په ۲۴مه راستول شوې وه.

د تېرو شپږو میاشتو پر مهال کابل کې د رواني ناروغانو شمېر زیات شوی

کابل کې د رواني ستونزو د درملنې روغتون مسوولان وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یاد روغتون ته د درملنې په موخه د ښځو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د یاد روغتون سرطبیب قدرت الله صدیقي سلام وطندار ته ویلي چې د تېرو شپږو میاشتو پر مهال ۷۰۷۲ ښځې چې له رواني ستونزو سره مخ وې، یاد روغتون ته د درمنلې په موخه ورغلي دي.

د دایکندي-بامیان لویه لاره د واورې او توپان له امله تړل شوې

د دایکندي او بامیان د ټولګټو ریاستونو مسوولان وايي چې د دغو ولایتونو ټولې مواصلاتي لارې د واورې د ورښت او توپان له کبله تړل شوي دي.

د دایکندي د ټولګټو ریاست سرپرست لعل‌محمد یوسفي سلام‌وطندار ته ویلي چې مرکز ته د ټولو ولسوالیو لارو سربېره په «قوناق» کوتل د دایکندي-بامیان لویه لاره هم له بېګاه راهیسې د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د جوزجان-بلخ پر لویه لاره ټرافیکي پېښې څلور کسان مړه او درې ټپیان کړي

د جوزجان او بلخ پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له کبله څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان د فیض‌اباد ولسوالي د امنیې قومندان کفایت‌الله متوکل وايي چې پېښه پرون ماښام د سلواغې ۱۹مه د جوزجان-بلخ پر لویه لاره د یوې سراچه ډوله او  هینو موټر ترمنځ رامنځته شوې ده.