Asset 1SWN

لوګر کې د پکتیا د دویمې سرحدي لوا درستیزوال وژل شوی

fghftghytrytry-449x330

 د پکتیا دویمې سرحدي لوا درستیزوال ډګروال فریدون فیاض وژل شوی

په لوګر کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې وسله‌والو طالبانو نن سهار د مرکز پل‌علم اړوند په خضر بازار سیمه کې د پکتیا د دویمي سرحدي لوا درستیزوال ډګروال فریدون فیاض پر موټر وسله‌وال برید کړی دی.

د سرچینې په وینا، په دغه برید کې ډګروال فریدون فیاض وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپيان شوي دي.

په پکتیا کې د دویمې سرحدي لوا قوماندان ډګروال ګوجرخان امان د دغه خبر د تایید تر څنګ وايي، وسله‌والو نن سهار د لوګر مرکز پل‌علم اړوند په خضر بازار سیمه کې د دغې لوا د درستیزوال ډګروال فریدون فیاض پر کاروان برید کړی چې له کبله یې هغه وژل شوی دی.

امان زیاتوي، فریدون فیاض له کابله ګردېز ته دندې روان و چې د وسله‌والو له برید سره مخامخ شوی او یو ساتونکی یې هم ټپي شوی دی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام