د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه پر خپل ټویټر لیکلي، که طالبان د اجماع او روغې له لارې راتلونکې غوره نه کړي او سوله ونه کړي، امریکا به د هغه چا تر څنګ ودرېږي چې د جمهوریت ساتنې لپاره هڅه کوي.

د نړیوالو چارو شنونکي د خلیلزاد دا څرګندونې طالبانو ته د امریکا حکومت جدي خبرداری بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پوهنتون استاد اکرم عارفي له سلام‌وطندار سره په مرکه کې ویلي، امریکا په دا ډول څرګندونو سره غواړي په ډاګه کړي چې طالبان لا هم په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د نظامي لارې په لټه کې دي. د نوموړي په وینا، خلیلزاد په دغو څرګندونو روښانه کړې چې د سرتېرو وتل یې د ملاتړ د پای په مانا نه دي او د جګړې پر مهال به د افغان حکومت تر څنګ ودرېږي.



د نړیوالو چارو شنونکی طارق فرهادي هم د خلیلزاد وروستۍ څرګندونې طالبانو ته جدي خبرداری بولي او وايي، اوس د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع تړلې ده او طالبان هڅه کوي په نظامي فشار سره له تور نوملړ څخه د خپلو غړیو د نومونو اېستلو او د بندیانو خوشې کېدو لپاره لاره هواره کړي.

خو د طالب ډلې د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وايي، امریکا د دوحې هوکړه ماته کړې او افغان حکومت هم تل د سولې خبرواترو څخه ځان اېستلی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په یوه ټویټ کې لیکلي چې نړیواله اجماع یوازې تر سولې پورې نه ده، بلکې یوه نوي پړاو ته د افغانستان په ننوتو سره به نړیواله ټولنه به د دغه هېواد ملاتړ ته دوام ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام