د لوګر ولایت د خروار ولسوالي اوسېدونکي وایي چې پرون د دغې ولسوالي په پنج پای سیمه کې یو کس خپل مور وژلې او خپله مېرمن یې ټپي کړې ده.

د خروار ولسوالي یوه اوسېدونکي محمد رسول سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه د خروار ولسوالي په پنج پای کلې کې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې د کور ۳۰ کلن سرپرست خپله مور وژلې او مېرمن یې ټپې کړې چې اوس د درملنې لپاره پکتیا ولایت ته لېږدول شوې ده.

بل‌خوا د لوګر د امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل چې د پېښې قاتل د اسلامي امارت له لوري نیول شوی او ډېر ژر به عدليي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

انس زیاته کړه، د اسلامي امارت د کشفي ارګانونو د معلوماتو پربنسټ، یاده پېښه د کورنۍ شخړو له کبله رامنځته شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام