Asset 1SWN

بادغیس کې د زوى او پلار شخړه کې ميرنۍ مور ژوند بايللى

Badghis-1536x1023-1-p9r91zxfj9ot8t2ka1fxj4nz2kwgtt93qwhd28vixg

د بادغیس فرهنګي مسوولان وایي چې دا پېښه پرون د  دغه ولایت اب‌کمبري ولسوالي کې رامنځته شوې ده.

د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رییس بازمحمد سروري سلام وطندار ته وویل چې دا مېرمنه د خپل خاوند او میرني زوی ترمنځ د لفظي شخړې په پایله کې وژل شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، دا ښځه د خپل میرني زوی له خوا په ناپوهی سره په ډزو وژل شوې او قاتل له سیمې څخه تښتېدلی دی.

ښاغلي سروري د دې پېښې د څرګنوالي په اړه څه نه دي ویلي خو ویلي چې تښتېدلی هلک د اسلامي امارت د ځواکونو تر تعقیب لاندې دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید: