د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه تنکي‌ځوان ځان زندۍ کړی دی. مسوولانو زیاته کړې چې دغه تنکي‌ځوان ۱۵ کاله عمر درلود او د قادس ولسوالي د «خیر‌خانه» سیمې اوسېدونکی و.

د قادس ولسوال صالح‌محمد پرُدل سلام‌وطندار ته ویلي، دغه تنکي‌ځوان نن سه‌شنبه د تلې ۱۹مه ځان زندۍ کړی او ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

تراوسه معلومه نه ده چې دغه تنکي‌ځوان ولې ځان‌وژنه کړې ده. څو ورځې وړاندې هم دغه ولسوالي کې یوې کوچنۍ نجلۍ د جبري واده له امله ځان‌وژنه کړې وه. په ورته مهال نن په ننګرهار ولایت کې هم یوه اتلس کلن ځوان د نامعلومو لاملونو له کبله ځان‌وژنه کړې ده.

د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند حاجي رییس زابلي سلا‌م‌وطندار ته ویلي، پېښه پرون دوشنبه د تلې ۱۸مه د دره نور ولسوالي په «قلعه شاهي» سيمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

زابلي زیاته کړې، ياد هلک د نارنجو په يو باغ کې په یوې ونې ځان راځړولى و.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام