Asset 1SWN

د بادغیس ټولې مواصلاتي لارې تړل شوي

بادغیس

د بادغیس محلي مسوولان د سختې واورې اورېدو له امله د دغه ولایت د ټولو مواصلاتي لارو د تړل کېدو خبر ورکوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بادغیس د ځمکني ټرانسپورټ مدیر محمدعمر عزت وايي، په دغه ولایت کې د سختې او دوامدارې واورې د اورېدو له امله د قلعه‌ نو‌-‌هرات لویې لارې په ګډون، د ټولو ولسوالیو لارې تړل شوې دي.

د بادغیس د ځمکني ټرانسپورټ مدیر زیاتوي چې له تېرې شپې راهیسې یې د ټولو خواوو خلکو ته لارښوونه کړې، څو د وضعیت تر ښه‌والي او بلې خبرتیا پورې له تګ‌راتګ څخه ډډه وکړي.

د نوموړي په وینا، د بادغیس د واورې پاکولو او ویلې کولو ډلې هڅه کوي چې لویې لارې پاکې او د خلکو پر مخ یې پرانېزي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له تېرو څلورو ورځو راهیسې د بادغیس په مرکز او ولسوالیو کې سخته واوره اوري او د دوام وړاندوینه یې هم شوې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام