Asset 1SWN

د کابل-بامیان لویه لاره د دویمې ورځې لپاره هم د ټرافیک پرمخ تړلې

میدان‌وردګ- واوره

د میدان‌وردګ چارواکي وایي چې د تېرو دو ورځو راهیسې د کابل-بامیان لویه لاره د «اونۍ کوتل» په سیمه کې د زیاتې واورې اورښت او توپان له امله د ټرافیکو پرمخ تړلې شوې.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست رییس فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته وویل، دغه لویه لاره د دو ورځو راهیسې د جلرېز ولسوالي په اونۍ کوتل سیمه کې د هر ډول موټرو د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

جلالي زیاته کړه چې د میدان‌وردګ چارواکي هڅه کوي، څو دغه لویه لاره د ټرافیکو پرمخ پرانیزي، خو په یاده سیمه کې د سخت اورښت او  توپان له امله روانې هڅې ټکنی شوي دي.

نوموړي له مسافرو وغوښتل چې نن ورځ په یاده لویه لاره له هر ډول تګ‌راتګ څخه ډډه وکړي.

بل‌خوا د یاد ولایت چارواکي وايي، د کابل-کندهار لویه لاره چې تېره ورځ د میدان‌ښار اړوند په «ارغندي» سیمه کې د واورې او توپان له امله تړل شوې وه، بېرته پرانېستل شوه.

د یاد ولایت امنیه قومنداني له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لویه لاره بېګاه شپه ناوخته د امنیه قومنداني له‌خوا پرانېستل شوې.

خبرپاڼه زیاتوي، د ولایت امنیه قومندان عبدالقیوم هلال هم د لارې خلاصون لپاره د کابل-کندهار لوې لارې ته راوتلی و او د امنیتي ځواکونو په همکاري یې یاده لویه لاره د مسافرو د تګ‌راتګ پرمخ پرانیستلې ده.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې د تېرو دوه ورځو راهیسې د هیواد په ډېر ولایتونو کې د واروې اورښت دوام لري او یوشمېر لوې لارې د زیاتې واورې اورښت له امله د ټرافیک پرمخ تړل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام