Asset 1SWN

سلام وطندار

د کابل-بامیان لویه لاره د واورې او توپان له امله تړل شوې

واوره بامیان

بامیان کې محلي مسوولان وايي چې د کابل-بامیان لویه لاره د سخت توپان او واورې ورښت له امله تړل شوې ده.

د مسوولانو په وینا، دغه لویه لاره د «حاجي‌ګک کوتل» کې تړل شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد ولایت د ټولګټو رییس حفیظ‌الله  نعمتي سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه لاره «جمعه، لیندۍ ۲۴مه» تړل شوې او تر بلې خبرتیا به بنده وي.

نعمتي زیاته کړه چې دغه ریاست به هڅه وکړي، څو د ژمي په جریان کې ټولې نښلوونکې لویې لارې پرانېستې وساتي.

بامیان د هېواد له هغو مرکزي ولایتونو دی چې د ژمي په موسم کې د نورو ولایتونو په پرتله په‌کې ډېره واوره ورېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې هر کال د ژمي په رارسېدو سره د بامیان او د هېواد په نورو ولایتونو کې د واورې او توپانونو له امله لویې لارې تړل کېږي چې خلک ورسره په ستونزو کې وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام