د خبریالانو نړیوال فدراسیون: روان کال نړۍ کې ۹۴ خبریالان وژل شوي

د خبریالانو نړیوال فدراسیون وايي چې د روان میلادي کال پر مهال نړۍ کې تر دې مهاله ۹۴ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو وژل شوي دي.

د خبريالانو نړيوال فدراسيون له‌خوا تازه په یوه راپور کې ویل شوي چې سږکال د غزې نښتو کې د خبريالانو د وژنې څه باندې ۷۲ سلنه پېښې ثبت شوي چې له ۱۹۹۰ کال راهيسې په پوځي جګړو کې د وژل شويو خبريالانو تر ټولو لوړه شمېره ښيي.

چین سږکال د ویډیويي ګېمونو له درکه ۴۲.۶ میلیارډ ډالر ترلاسه کړي

چین کې چارواکي وايي چې سږکال دغه هېواد کې د ویډیويي ګېمونو بازار بېرته غوړېدلی او عوایدو کې یې ۱۳سلنه لوړوالی راغلی دی.

د چارواکو په وینا، سږکال د ویډیويي ګېمونو له درکه څه باندې ۳۰۳ میلیارډ یووان چې «۴۲.۶ میلیارډه ډالر» کېږي، عواید ترلاسه شوې دي.

راتلونکی کال به له هرو درېوو څخه یو افغان ماشوم سختې لوږې سره مخ شي

د ماشومانو ژغورنې سازمان وايي چې افغانستان کې څه باندې اته میلیونه ماشومان به راتلونکي ۲۰۲۴ کال کې د لوږې له لوړې کچې سره مخ وي.

د یاد سازمان په وینا، افغانستان کې د هوا په سړېدو او وچکالي له امله شاوخوا اته میلیونه افغان ماشومان یا له درېوو څخه یو به یې له لوږې سره مخ شي.

افغانستان کې څلور میلیونه مېندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان کې څلور میلیونه مېندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوې دي.

یاد پروګرام نن «شنبه، لیندۍ ۲۵مه» پر اېکس لیکلي چې افغانستان کې د کورنیو اقتصادي ستونزو او سختو شرایطو څلور میلیونه میندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته کړې دي.

د کابل-بامیان لویه لاره د واورې او توپان له امله تړل شوې

بامیان کې محلي مسوولان وايي چې د کابل-بامیان لویه لاره د سخت توپان او واورې ورښت له امله تړل شوې ده.

د مسوولانو په وینا، دغه لویه لاره د «حاجي‌ګک کوتل» کې تړل شوې ده.

د یاد ولایت د ټولګټو رییس حفیظ‌الله  نعمتي سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه لاره «جمعه، لیندۍ ۲۴مه» تړل شوې او تر بلې خبرتیا به بنده وي.