Asset 1SWN

د دایکندي-بامیان لویه لاره د واورې او توپان له امله تړل شوې

d0ebaf8c-1e15-4248-9138-dc60465500f5

د دایکندي او بامیان د ټولګټو ریاستونو مسوولان وايي چې د دغو ولایتونو ټولې مواصلاتي لارې د واورې د ورښت او توپان له کبله تړل شوي دي.

د دایکندي د ټولګټو ریاست سرپرست لعل‌محمد یوسفي سلام‌وطندار ته ویلي چې مرکز ته د ټولو ولسوالیو لارو سربېره په «قوناق» کوتل د دایکندي-بامیان لویه لاره هم له بېګاه راهیسې د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دایکندي د ټولګټو ریاست د سرپرست په وینا، په ځینو لویو لارو کې برف‌کوچونه هم راغلې دي. نوموړي له مسافرو غوښتنه وکړه چې تر خبرتیا پورې له سفر کولو ډډه وکړي.

په همدې حال کې د بامیان د ټولګټو ریاست په یوې خبرپاڼه کې د دغه ولایت د ټولو لویو لارو او بامیان-کابل لارې د تړل کېدو خبر ورکړی دی. خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کابل-بامیان لویه لاره د «حاجي‌ګک» کوتل کې تړل شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه ریاست له مسافرو غوښتنه کړې چې له اړتیا پرته دې له سفر کولو ډډه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام