Asset 1SWN

واورې او توپانونو د کابل-غور پر لویه لاره لسګونه مسافر ایسار کړي

15768034_954

له تېرې ورځې راهیسې د واورې ورښت او سختو توپانونو له امله د غورـ کابل لویه لاره د مسافرو پرمخ تړل شوې ده.

هغه مسافر چې پر دغه لویه لاره د «بکک» کوتل کې ایسار پاتي سلام‌وطندار ته وايي چې بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري. دوی زیاتوي چې د یاد کوتل دواړو غاړو ته د ایسار پاتيو مسافرو شمېر ۱۵۰ کسانو ته رسېږي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه مسافر همداراز وايي چې تراوسه ورسره هېڅ بنسټ د مرستې لپاره نه دي ورغلي او ګیرپاتې مسافر ناوړه وضعیت کې دي.

یوه مسافر خیرمحمد سلام‌وطندار ته وویل: «اووه موټر همدا اوس دلته بند پاتې دي چې په منځ کې یې ښځې، ماشومان او ناروغان هم شامل دي. تراوسه هېچا مرسته نه ده کړې او د غور او بامیانو له مسوولانو مو غوښتنه دا ده چې د یادې لارې پرانېستلو په موخه بېړنی اقدام وکړي.»

په ورته مهال د کابل-غور لویې لارې یو موټر چلوونکی محمدرضا وايي چې د بکک کوتل کې د سختې واورې او توپانونو له امله موټر چلوونکو ونشوای کړی چې مسافر ولېږدوي او له تېرې ورځې راهیسې تراوسه د بامیان یکاولنګ ولسوالي کې مرستې او د لارې پرانېستو ته په تمه دي.

نوموړي وویل: «موږ له کابل راغلي یو او له پرون ورځې راهیسې لاره تړلې ده. پرون شپه ۱۲ بجې یکاولنګ ته ورسېدو. د بکک کوتل هغه ځای دی، که لږ ورېځې هم راشي، توپان کېږي او موټر نشي تللی.»

د غور د ځمکني ټرانسپورټ امر ضیاالحق جندالله وايي چې د بکک کوتل د تړل‌کېدو له امله له غور کابل او کابل څخه غور ته د مسافرو د لېږد بهیر درول شوی دی.

د جندالله په وینا، د غور د ټرانسپورټ امریت د دغه ولایت د ټولګټو ریاست له مسوولانو سره په همغږۍ هڅه کوي چې لاره پرانیزي او ګیرپاتې مسافر وژغوري.

هغه وویل: «د موټر د بندېدو له امله مو لارښونه وکړه چې د موټرو نمایندګۍ اجازه نه‌لري چې د لارې تر خلاصېدو مسافر ولېږدوي، اوس له ۶۰ تر ۷۰ کسان یادې لاره کې بند دي. ټولګټو، استخبارات او نورو ارګانونو ته مو خبر ورکړی چې د ګیرپاتې خلکو مرسته وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بکک کوتل د کابل-غور پر لویه لاره د بامیان او غور ولایتونو ترمنځ پر پوله موقعیت لري. دغه لاره د ژمي په موسم کې د واورې او توپانونو له امله د مسافرو پرمخ بندېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام