سپین‌بولدک کې د ا.ا او پاکستانۍ ملېشو نښتې؛ دواړو خواوو ته سلګونه مسافر بند دي

د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستانۍ ملېشو پرون غرمه د کندهار په سپین‌بولدک کې د ډیورنډ پر فرضي کرښې لګېدلې دروازې سره د لنډمهال لپاره جګړه وکړه.
د دې پېښې یوه عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې یوه کس د اسلامي امارت ځواکونو په جامه کې پر پاکستانۍ ملېشو برید وکړ.

د هبت‌الله اخوند‌زاده تازه سپارښتنه؛ ستره محکمه: حد او قصاص هرومرو عملي کوو

په تازه‌ګۍ سره د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد ویلي چې مشر یې هبت‌الله اخندزاده د قاضیانو په یوه غونډه کې هغوی ته سپارښتنه کړې چې ټولنه کې حد او قصاص جاري کړي. د اسلامي امارت د مشر له سپارښتنه وروسته د سترې محکمې مسوولانو وايي چې د دغه سپارښتنه بشپړ عملي‌کېدو ته چمتووالی لري.

واورې او توپانونو د کابل-غور پر لویه لاره لسګونه مسافر ایسار کړي

له تېرې ورځې راهیسې د واورې ورښت او سختو توپانونو له امله د غورـ کابل لویه لاره د مسافرو پرمخ تړل شوې ده.

هغه مسافر چې پر دغه لویه لاره د «بکک» کوتل کې ګیرپاتې وايي چې بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري. دوی زیاتوي چې د یاد کوتل دواړو غاړو ته د ګيرپاتې مسافرو شمېر ۱۵۰ کسانو ته رسېږي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې دي.