د هرات د مرکزي سیلو مسوولان وايي، د هرات سیلو د کابل او بلخ سیلوګانو له فعالېدو وروسته درېیمه سیلو ده چې نن له پنځلس کلن ځنډ وروسته بیا پرانېستل شوه او فعالیت یې پیل کړ.
د افغانستان د مرکزي سیلو رییس نصرالله منصور د هرات د سیلو پرانېستلو پر مهال وویل چې د هېواد په درېوو سیلوګانو کې به ۵۰۰۰ کسان پر کار بوخت شي.
د نوموړي په وینا، د هرات سیلو به د دغه ولایت د ټولو نظامي او ځینو ملکي ادارو د اړتیا وړ دوډۍ پخه کړي.
په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیمالحق حقاني هیله څرګندوي چې بیا به ورته ستر او مهم بنسټونه له کاره نه لوېږي.
د هرات مرکزي سیلو د سردار محمدداوودخان د واکمنۍ پر مهال په دغه ولایت کې فعالیت پیل کړی و، خو په تېرو پنځلس کلونو کې یې فعالیت په ټپه ولاړ و.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا سیلو به تر دې وروسته په لوېدیځ زون کې غنم زېرمه او اوړه کوي او دغه راز به ډوډۍ هم پخوي.