په پکتیا ولایت کې د کار په بدل کې د غنمو د ورکړې پرواګرام له لارې د دغه ولایت له مرکز سربېره په ټولو ولسواليو کې ۲۴۰۰۰ بې‌وزله او وزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د پکتیا ولایت محلي چارواکي وايي چې د خوړو ناورین د مخنیوي، د بې‌وزلۍ د راکمولو او خلکو ته د کار زمینې برابرولو په موخه یې په دې ولایت کې د کار په بدل کې د غنمو د ورکړې پرواګرام په رسمي توګه پیل کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د کار په بدل کې د غنمو د ورکړې پرواګرم یوه مسوول سید‌احمد مدني سلام‌وطندار ته وویل، د دې پروګرام له لارې چې په‌کې هر کاري‌ګر ته د ورځې لس کیلو غنم ورکول کېږي ۲۴۰۰۰ بې‌وزله او اړمنو کسانو ته په‌کې د کار زمینه برابره شوې ده.

 مدني زیاته کړه، د دې پروګرام له لارې به په مرکز ګردېز او ولسوالیو کې د سلګونه لویو او وړو ویالو د پاکارۍ او هم په فرعي سړکونو باندې د جغل اچونې چارې ترسره شي.

د پکتیا وزګاره کسان هم د کار په بدل کې د غنمو د ورکړې لړۍ له پیل څخه خوښ دي او وايي، چارواکي باید د بوخت ساتلو لپاره باید ورته پرواګرمونو ډېر کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو دوي حکومت ته وړاندیز کوي چې د پکتیا ولایت وزګارو کسانو ته د دوامداره کار کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام