د اقتصادي ستونزو او وزګارتیا له امله په سوېل ختیځ ولایت پکتیا کې دوو ځوانانو ځان وژنه کړې. دغه پېښې د مرکز ګردېز اړوند د دولتزيو او باغکي په سيمه کې شوې دي.

د باغکې سيمې د وژل شوي ځوان مور وايي، کله چې د زوی له ځان وژنې خبره شوه، نو غوښتل یې چې دا هم ځان وژنه وکړي. دغې عمر خوړلې مور په ژړغوني غږ وويل، زوی يې د زړه ټوټه وه او هيڅکله به يې له زړه ونه ځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړې وايي، ننګور او واړه لمسيان یې په کور پاتې شول او اندېښنه لري چې راتلونکی به یې څنګه شي.

هغې زیاته کړه چې کور ته یې مېلمه راغلی وو او دا چې کور کې یې د خوړو لپاره څه نه وو، نو زوی یې ځان وژنه کړې. هغه وایي، په دې پښېمانه ده چې زوی یې د خوړو پیدا کولو لپاره بهر ته لېږلی وو.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزي په وینا، دويمه پېښه د ګردېز اړوند دولتزيو کلي کې شوې ده.

د نوموړي په خبره، د صديق‌الله په نوم يو ځان چې پخوا يې د پوليسو په لیکو کې دنده ترسره کوله او په نشه يې توکو هم روږدی و، ځان وژنه کړې ده.

هېواد کې د نظام په بدلېدو سره، په دې وروستيو کې ګڼ‌شمېر خلک له اقتصادي ستونزو څخه کړېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پکتيا کې د حماس خيريه بنسټ مشر ډاکټر عبدالهادي حماس وايي، دا ډېره دردونکې ده چې خلک د اقتصادي ستونزو او وزګارتیا له امله ځان وژنه کوي. هغه په نړيوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو او سوداګرو غږ وکړ چې له افغانانو سره په دې سختو ورځو کې مرستې وکړي.

د خلکو غوښتنه داده چې اوسنی حکومت دې خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي چې بې‌کاره او بې وزله خلک يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام