ګوټرېش: د نجونو ښوونځیو تړل‌کېدل افغانستان ته زیان رسوي

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، دغه اقدام د بشر حقونو نقض دی چې ټول هېواد ترې زیان ویني.

د ملګرو ملتونو سرمنشي نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغان نجونو او ښځو له حقونو ملاتړ، ماشومانو له لوږې او ټولنه له بې‌وزلۍ ژغورلی شي.

بلخ کې د اوو ماشومانو او شپږو پښتورګو د پلور مخه ونیول شوه

په شمالي ولایتونو (سرپل، فاریاب، جوزجان او بلخ) کې د جګړې له امله یو‌شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ چې په مزارشریف ښار کې په کمپ/یونټ کې ژوند کوي، سلام‌وطندار ته وایي چې د خوړو نه‌شتوالي، لوږې او بې‌وزلۍ او د بېلابېلو ناروغیو د خورېدو له امله اړ شوي چې خپل ماشومان او پښتورګي وپلوري، خو د ديني علماوو په منځګړیتوب او د يوې خيريه موسسې په مرسته یې مخه نیول شوې ده.

سور صلیب: په یوازې ځان د افغانستان ناورین نه شو کابو کولای

سره صلیب خبرداری ورکړی چې مرستندویه سازمانونه په یوازې ځان په افغانستان کې د انساني ناورین د مخنوي توان نه لري. دغه بنسټ له نړۍ‌والې ټولنې غوښتنه کړې چې له طالبانو سره همکاري وکړي. د سره صلیب عمومي مدیر رابرټ ماردیني ویلي، دغه بنسټ پر افغانستان د طالبانو له واکمېدو راهیسې له نورو سازمانونو سره خپلې هڅې پراخې کړي.

ملګري ملتونه: افغانستان کې روان ناورین به ۹۷‌سلنه وګړي د بې‌وزلۍ له کرښې لاندې کړي

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام وړاندوینه کړې، که چېرته په افغانستان کې روان ناورین له منځه لاړ نه شي، د دې احتمال شته چې د دغه هېواد نږدې ۹۷ سلنه نفوس د بې‌وزلۍ له کرښې لاندې راشي.د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو .ځانګړې استازې دېبرا لاینز وایي، د دغه هېواد د پیسو کنګل کولای شي افغانستان د بې‌وزلۍ له ناورین سره مخ کړي