په شمالي ولایتونو (سرپل، فاریاب، جوزجان او بلخ) کې د جګړې له امله یوشمېر بېځایه شوې کورنۍ چې په مزارشریف ښار کې په کمپ/یونټ کې ژوند کوي، سلاموطندار ته وایي چې د خوړو نهشتوالي، لوږې او بېوزلۍ او د بېلابېلو ناروغیو د خورېدو له امله اړ شوي چې خپل ماشومان او پښتورګي وپلوري، خو د ديني علماوو په منځګړیتوب او د يوې خيريه موسسې په مرسته یې مخه نیول شوې ده.
د هغوی په وینا، هره کورنۍ له دوو تر اوو پورې ماشومان لري او کورنۍ اړ دي چې د خپلې کورنۍ د نورو غړیو لپاره یو کس قرباني کړي. دوی ټینګار کوي چې د هر ماشوم بیه له ۱۰۰زرو تر ۱۵۰ زره افغانیو او د هر پښتورګي بیه له ۱۵۰ تر ۲۲۰ زره افغانیو ټاکل شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په بلخ کې د جګړې له امله د یوې بېځایه شوې کورنۍ مشر عبدالواحد وايي چې د خوراکي او غیرخوراکي توکو د برابرولو لپاره هېڅ امکانات نه لري او د خپلو ماشومانو پلور ته اړ شوی دی. د هغه په وينا، که وزګارتیا او اقتصادي بېوزلي همداسې دوام وکړي، دوى به اړ شي چې خپل نور ماشومان او پښتورګي یې وپلوري.
په بلخ کې د يوې بلې جګړې ځپلې کورنۍ مشره دلبر وایي چې د خپل ماشوم د روغېدو او درملنې لپاره د پښتورګي پلور ته اړ شوه، ځکه ماشوم یې د شپې د ډوډۍ له خوړلو پرته وېده کېږي او له ناروغۍ څخه ځورېږي.
د هغې په وینا، که د المصطفى په نوم خيريه بنسټ له دوی سره د خوراکي توکو او نغدي مرسته نه وای کړې، خپل پښتورګى به یې پلورلی و. په همدې حال کې د دغې خیریه موسسې مسوولانو له دې وضعیت څخه د خبرتیا په ترڅ کې د نغدي مرستو ترڅنګ لس زره کسانو ته تاوده خوراکي توکي چمتو او وېشلي دي.
د المصطفی خیریه بنسټ مشر محمدصادق قاسمي وایي، له وضعیت څخه خبر دی او د ماشومانو او د بېځایه شویو او اړمنو کورنیو د ټولو غړیو د خرڅلاو د مخنیوي لپاره یې اقدام کړی دی. هغه له نورو خیریه موسسو او ملي سوداګرو څخه غوښتي چې په اوسني وضعیت کې د دا ډول بېوزلو کورنیو لاسنیوی وکړي.
بلخوا د بلخ يوشمېر ديني علما او اوسېدونکي له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې په اوسنيو شرايطو کې چې خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، د بشري مرستو د پراختيا هڅې وکړي او د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاد کړي.