د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي د مخنیوي په موخه یو پرېکړه‌لیک تصویب کړی دی. په دغه پرېکړه‌لیک کې چې د ۲۸ تایید، ۱۲ مخالفو او اوو ممتنع رایو سره تصویر شوی، د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتل شوي چې په نړۍ کې مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي پېښو په اړه راپور وړاندې کړي.

دغه پرېکړه‌لیک د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا کې د اسلامي هېوادونو په استازیتوب د پاکستان د استازولۍ له لوري وړاندې شوی و. په دې شورا کې د افغانستان استازولۍ هم پرون په خپله غونډه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره غوښتنه کړې وه چې د مسلمانانو مقدساتو ته د سپکاوي مخه باید ونیول شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د افغانستان استازولۍ په خبرپاڼه کې لیکل شوي وو: «له بده مرغه قرآن کریم او نورو دیني متونو ته د سپکاوي لړۍ دوام لري. دغه کار په قصدي ډول د میلیونونو کسانو مذهبي احساسات را پاروي او ورته زیان رسوي.»

یاد پرېکړه‌لیک له هغه وروسته تصویب شوی چې یوه عراقي‌الاصله سويډني تېره اوونۍ په سویډن کې د قرآن‌ کریم ځینې برخې وسوځولې. دغه کار د اسلامي امارت په ګډون، د بېلابېلو هېوادونو له توند غبرګون سره مخامخ شو.

اسلامي امارت د دې پېښې په غبرګون کې پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د سویډن اړوند ټولو بنسټونو فعالیتونه وځنډوي. د دې پرېکړې له مخې، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې فعالیت هم وځنډېده چې له کبله یې نږدې دوه میلیونه افغانان له روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو څخه چې د دې کمېټې له لوري وړاندې کېدل، بې‌برخې شول.

که څه هم د سویډن کمېټې ټینګار وکړ چې د افغانانو ارزښتونو ته درناوی لري او غوښتنه یې وکړه چې فعالیت یې دوام ومومي، خو اسلامي امارت تر اوسه په دې برخه کې پر خپل دریځ ولاړ دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «موږ تر اوسه د اسلامي امارت په فرمان کې پر راغلي متن بسنه کوو چې په هغه کې د سویډن هېواد د ټولو اړوندو بنسټونو د فعالیتونو ځنډېدو امر ورکړل شو او دغه امر تر اوسه د پلي کېدو وړ دی.»

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه هم د خپلو فعالیتونو بیا پیلېدو په اړه د سرپرست حکومت له چارواکو سره د خبرواترو د دوام خبر ورکړی، خو دغو خبرواترو تر اوسه کومه پایله نه‌ده لرلې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام