له هغه وروسته چې په یوشمېر ولایتونو کې د کانګو ناروغي د خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دې ناروغي د خپرېدو مخنیوي په موخه د کابل ښار د څارویو د پېر او پلور بازارونو کې له مېکروبونو د څارویو ساتلو کمپاین پیل کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کرنې وزارت مرستیال صدراعظم عثماني وايي، د کانګو ناروغي د خپرېدو مخنیوي لپاره یې دغه کمپاین نن یکشنبه په کابل ښار کې پیل کړی او لس ورځې به دوام ومومي.

نوموړی زیاتوي: «کله چې څاروي پر دې ناروغي اخته شي، خلیجي هېوادونو ته تګ‌راتګ کمېږي او حیواني محصولات کمېږي. د خلکو سفرونه به هم محدود شي.»

یوشمېر ډاکټران بیا د سر، عضلو، غاړې او ملا درد، د سترګو سوروالی، خپګان او غوسه د کانګو تبې اصلي نښې نښانې ګڼي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د حیواناتو د روغتیا څانګې یو ډاکټر سیدابوالحسین وايي، د کانګو تبې د مخنیوي لپاره باید سخت روغتیايي تدابیر په پام کې ونیول شي.

هغه زیاتوي: «کله چې د قرباني په غوښې شپږ ساعته تېر شول، بیا یې کولای شو چې ویې وېشو. هغه مېرمنې او نارینه چې څاروي لري، له دستکش او لستوڼو لرونکو جامو پرته پر حیواناتو لاس ولګوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې کابل ښاروالي د پلازمېنې د پاک ساتلو او د کانګو ناروغي د خپرېدو مخنیوي لپاره په بېلابېلو ناحیو کې د څارویو د پېر او پلور لپاره ځانګړي ځایونه ټاکلي دي.

د کانګو تبې ناروغي یوه ویروسي او وژونکې ناروغي ده چې د یوې حشرې په وسیله د حیواناتو بدن او بیا د څارویو د غوښې خوړلو له لارې انسان ته لېږدول کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام