د کابل ښار انتاني روغتون مسولان وايي چې پر کانګو ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېری شوی دی.

د دغه روغتون د مسوولانو په وینا، په تېرو درېوو میاشتو کې د کانګو ناروغۍ ۱۲۵ شکمنې پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۲۵ کسان مړه شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د کابل د انتاني روغتون مسوولان د لوی اختر او ګرمۍ موسم په رارسېدو سره د دغې ناروغۍ د پراخوالي په اړه اندېښنه ښيي او له خلکو غوښتنه کوي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي په موخه حفظ الصحه مراعات کړي.

د کابل په انتاني روغتون کې ټرېنر متخصص فرید‌الله عمري سلام‌وطندار ته ویلي چې د روان کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې تراوسه نږدې ۱۲۵ کسان بستر شوي چې ۶۰سلنه پر دې ناروغۍ اخته او له ۲۰ تر ۲۵ کسانو هم مړه شوې دي.

که څه هم د انتاني روغتون مسوولان د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د روغتیايي امکاناتو د رارسېدو  خبره کوي، خو د وینې په ځانګړې توګه د منفي او صفر ګروپ وینې له کمښت څخه شکایت کوي.

په ورته مهال پر  کانګو ناروغۍ اخته کسان هم د وینې له کمښت شکایت لري او د دغې ستونزې د هوارې غوښتنه کوي. په هېواد کې د کانګو ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي په تړاو مو د عامې روغتیا وزارت د مسوولانو د نظر اخیستلو هڅه وکړه، خو بریالي نه‌شو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د کانګو ناروغۍ د یوې حشرې په وسیله انسان ته لېږدول کېږي او له یوه حیوان انسان او له انسان څخه بل انسان ته سرایت کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام