کابل کې د انتاني روغتون مسوولان وايي چې په تېره یوه میاشت کې د کولرا ناروغۍ شکمنې پېښې دوه برابره شوې دي.

په دغه روغتون کې د ثبت شویو شمېرو له مخې، یوازې د روانۍ اوونۍ د سې‌شنبې پر ورځ د ۱۷ ښځو په ګډون ۳۵ کسانو انتاني روغتون ته مراجعه کړې چې د کولرا نښې نښانې یې لرې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د انتوني روغتون د مسوولانو په وینا، دغه شمېرې په تېره میاشت کې د ورځې نږدې ۲۰ پېښو ته رسېدلې.

د انتاني روغتون ټرینر متخصص فرید‌الله عمري سلام‌وطندار ته ویلي چې پر کولرا ناروغۍ د اخته شکمنو کسانو مراجعه ډېره شوې او که دغه وضعیت دوام وکړي، دوی به د تشخیص او درملنې لپاره د امکاناتو له کمښت سره مخ شي.

په همدې حال کې هغه ناروغان چې د کولرا ناروغۍ شکمنې پېښې لري او انتاني روغتون ته راغلي، وايي چې په سیمو کې یې دغه ناروغۍ زیاته شوې ده. دوی ټينګار کوي چې په روغتون کې د درملو او امکاناتو له کمښت سره مخ دي.

په انتاني روغتون کې یو ناروغ میراغا سلام‌وطندار ته وویل: «په دې وروستیو کې دغه ناروغۍ زیاته شوې ده. ګاونډیانو مو روغتون ته مراجعه کړې او ځینې ټولې کورنۍ پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.»

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د روان میلادي کال له پیل څخه د کولرا شاوخوا ۵۲۳۹۷ پېښې ثبت شوي چې له امله یې ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر سلام‌وطندار ته ویلي چې د کولرا ډېری پېښې په کابل، هلمند، هرات، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې پر کولرا ناروغۍ د سلګونه کسانو د اخته کېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کولرا یوه ساري ناروغۍ ده چې د ککړو اوبو او خوړو له لارې انسان ته لېږدول کېږي. ډاکټران دغه ناروغۍ یوه وژونکې ناروغۍ بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام