د هلمند محلي مسوولانو منلې چې درې ورځې وړاندې دغه ولایت کې د کور په کور چاڼیزو عملیاتو پرمهال امنیتي ځواکونو په تېروتنه دوه ښځې وژلي او دوه نور یې ټپیانې کړې دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمدقاسم ریاض سلام‌وطندار ته ویلي، د پېښې د لا څېړنې په تړاو یو پلاوی ټاکل شوی او د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به پرېکړه نیول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

محمدقاسم ریاض زیاته کړې چې د یادو دوو ښځو د وژنې او دوو نورو د ټپي‌کېدو په تړاو یې څو کسان هم نیولي دي.

په همدې حال کې له پېښې وروسته د هلمند والي عبدالاحد په یوه ویډیويي پیغام کې د ا.ا له ځواکونو غوښتنه کړې چې د تلاشۍ پرمهال له خلکو سره ښه چلن وکړي او له نرمښت کار واخلي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي د دغه ولایت له اوسېدونکو هم غوښتنه کړې چې له امنیتي ځواکونو همکار پاتې شي او د امنیت ټينګښت کې خپله ونډه ادا کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام