په ننګرهار کې د اسلامي امارت ځايي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د امنیت ټينګښټ په موخه له تېرو دوو ورځو راهیسې د کورونو د پلټنې عملیات پیل کړي دي.

د دې ولایت ښاري مرستیال نصیر‌احمد درانی وایي، په پیل شویوعملیاتو کې ورسره د کورونو د تلاشۍ په موخه ښځينه سرتېرې هم ملتیا کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل، د دې عملیاتو هدف د عامو خلکو خوندیتوب دی چې په ترڅ کې یې تر دا دمه د یو شمېر وسلو، مهماتو او نورو ناقانونه توکو د نیولو سربیره یو تن د انسان تښتونکو له منګولو هم ژغورل شوی.

درانی زیاتوي چې دا عملیات د سیمې د ملا امام او قومي مشرانو په ملتیا کوي او له خلکو هم غواړي چې د ښه امنیت په موخه ورسره همکار وکړي.

د نوموړي په وینا، هغه کسان چې دولتي وسلې، مهمات او یا نور وسایل او وسایط لري، تر هغې وړاندې چې د امنیتي ځواکونو له لوري ورسره د تلاشۍ پر مهال ونیول شي، خپله دې امنیتي ځواکونو ته تسیلم کړي.

خلک هم د امنیت خوندیتوب لپاره دا عملیات مهم ګڼي او وایي، د دې لپاره چې د ناقانونه کړونو مخنیوی وشي، باید پراختیا ورکړل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د جلال‌اباد ښار یوه اوسېدونکي بلال احمد سلام‌وطندار وویل، د امنیتي حالت د ښه‌والي لپاره چاڼیز عملیات مهم او اړین دي. هغه زیاته، د تلاشي کوونکو ځواکونو له لوري له ولسونو سره ترسره کېدونکی چلند هم غوره دی او دوی د روانو عملیاتو ملاتړي دي.

ننګرهار کې پر داسې مهال چاڼیز عملیات پيلېږي چې تر دې وړاندې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې هم ترسره شوي چې پر مهال ګڼ‌شمېر وسلې، مهات، موټرې او نورو نظامي تجهزات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام