پاکستان، ایران او ترکیه کې د افغان کډوالو ناسم وضعیت او شکایتونه

افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره سم یو ځل بیا پر ګاونډیو او د سیمې نورو هېوادونو د افغان کډوالو څپه ور ماته شوه. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف یو راپور چې په زمري میاشت کې خپور شو، ښيي چې په یوه کال کې شاوخوا یونیم میلیون افغانان یوازې ایران ته تللي دي.

د سولې نړیواله ورځ؛ افغان ښځې: افغانستان کې لا هم رښتینې سوله نه‌ده راغلې

یوشمېر افغان مېرمنو چې نن د دې ورځې په مناسبت راټولې شوې وې، له خلکو وغوښتل چې یو بل ته لاس ورکړي او د ملي یووالي لپاره ګډ کار وکړي. د دوی په وینا، ژبنی، ګوندي او سیمه‌ييز بېلوالی او تعصب افغانستان کې د سولې نه ټینګښت اصلي لامل دی.
دغو ښځو پر ا.ا هم نیوکه وکړه چې تېر یوه کال کې یې د سولې لپاره هېڅ کار نه دی کړی.

د کابل په نننۍ چاودنه کې درې کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ د درېیمې امنیتي حوزې اړوند دهمزنګ سیمه کې چاودنه تایید کړې او ویلي یې دي، پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

چاودنه نن چهارشنبه د وږي ۳۰مه د برښنا عمومي ریاست ته څېرمه په یوه هوټل کې رامنځته شوې وه.

امریکا: له افغان ښځو سره د مرستو لپاره مو نوې طرحه جوړه کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې له ښځو سره د اقتصادي مرستې لپاره د یوې نوې طرحه خبر ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن بېګاه شپه د وږي ۲۹مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې امریکا په افغانستان کې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا په موخه یوه نوې طرحه چمتو کړې ده.

لوګر کې ټرافيکي پېښې دوه کسان مړه کړي او دوه ټپيان دي

 د لوګر امنیې قومنداني مسوولان وايي، پرون مازدیګر د مرکز پل‌علم په «جمعه کلا» سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال د ښځو او ماشومانو په ګډون دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړه، ټپیان ولایتي روغتون ته لېږل شوي چې د یوه ماشوم روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.