کاپیسا کې یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي، دغه ولایت کې د دوو ښځو په ګډون څلور کسان د نامشروع اړیکو په تور په «دُرو» وهل شوي دي.

د کاپیسا محلي مسوولان هم تایید کړې چې دغه ولایت کې د نامشروع اړیکو په تور څلور کسان په دُرو وهل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

سرچینې زیاته کړې چې دغه دوه ښځې او دوه نارینه د نامشروع اړیکو د لرلو په جرم، پرون سه‌شنبه د وږي ۲۹مه د دغه ولایت د کوهستان لومړۍ حصې ولسوالي کې په عام محضر کې په دُرو ووهل شول.

سرچینې ویلي، دغه څلور کسان د کوهستان لومړۍ حصې اوسېدونکي دي او هر یو یې ۴۹ دُرې وهل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې دا دویم ځل دی چې دغه ولایت کې د نامشروع اړیکو په تور کسان په دُرو وهل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام