Asset 1SWN

روان کال کې څه باندې درې میلیونه افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

malnourished

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د روان کال پر مهال څلور میلیونه افغان ماشومان او میندې چې څه باندې درې میلیونه یې یوازې ماشومان دي، پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

سلام‌وطندار د کابل ښار د ماشومانو د روغتیا یا اندراګاندي روغتون کې له یوشمېر هغو میندو سره خبرې کړي چې یا خپله او یا یې هم ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

مُرسل چې د پغمان اوسېدونکې ده وايي، ماشومان یې په اندراګاندي روغتون کې بستر دي. د نوموړې په وینا، خپله او ماشوم یې پر خوارځواکۍ اخته شوي او له هغه راهیسې یې چې ماشومان په دغه روغتون کې بستر کړي، وضعیت یې تر پخوا ښه شوی دی.

هغه زیاتوي: «ماشوم مې لس ورځې کېدې چې پر خوارځواکۍ اخته شوی و. ماشوم مې او زه پر خوارځواکۍ اخته شوي یوو. موږ په کور کې خوراکي توکي نه لرل چې له کبله یې زه او ماشوم مې پر دې ناروغي اخته شوو.»

د کابل د شکردرې ولسوالي اوسېدونکې بي‌بي‌‌هاجره چې ماشوم یې پر خوارځواکۍ اخته دی او د درملنې لپاره یې په کابل ښار کې د ماشوم د روغتیا یا اندراګاندي روغتون ته راوستی وايي، ماشوم یې د سختې نس‌ناستې له کبله پر دې ناروغي اخته شوی دی.  هغه وايي: «ماشوم پر نس‌ناستې اخته دی او زه پر خوارځواکۍ اخته شوې یم. ماشوم مې د ماشوم د روغتیا یا اندارګاندي روغتون ته راوستلی چې درملنه یې وشي.»

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، د تېر زېږدیز کال په پرتله سږ کال پر خوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو کچه راټيټه شوې ده. د عامې روغتیا وزارت د تغذیې برخې رییس محمدوزیر حامد وايي، په روان زېږدیز کال کې تر پنځه کلنۍ کم‌عمره ۸۷۵زره ماشومان پر سختې خوارځواکۍ، ۲.۳ میلیونه نور د منځنۍ کچې پر خوارځواکۍ او همدارنګه ۷۹۰ زره میندې هم پر خوارځواکۍ اخته شوې دي.

د نوموړي په وینا، تېر کال له پنځه کلنۍ کم‌عمره ۱.۱ میلیون ماشومان پر سختې خوارځواکۍ او ۲.۲ میلیونه نور د منځنۍ کچې پر خوارځواکۍ او همدا ډول نږدې یو میلیون میندې هم پر خوارځواکۍ اخته شوې وې.

روغتیاپالان بې‌وزلي، روغتیايي مراقبت ته نه پاملرنه او د ماشومانو نه واکسینېدل په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته کېدو مهم لاملونه بولي. په کابل ښار کې د ماشومانو د روغتیا یا اندراګاندي روغتون ډاکټر عارف حسن‌زوی وايي، هر ماشوم ته باید پر خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو مخنیوي لپاره تر شپږو میاشتو پورې د مور شیدې ورکړل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «کله چې ماشوم زېږول کېږي، باید واکسین شي او تر شپږ میاشتو پورې د مور شیدې ورکړل شي. له هغه وروسته باید د شیدو تر څنګ، ډوډۍ هم ورکړل شي او له مېکروب او ناروغیو دې وساتل شی، څو پر خوارځواکۍ اخته کېدو ته یې لاره هواره نه‌شي.»

د عامې روغتیا وزارت د مسوولانو په وینا، اوس په ټول هېواد کې ۳۲۰۰ روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي او پر خوارځواکۍ ټول اخته ناروغان د درملنې خدمتونو ته لاسرسی لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام