Asset 1SWN

غور کې د شپږ میاشتو پرمهال پر خوارځواکۍ اخته ۱۶ماشومان مړه شوي

سوءتغذیه-1-q0sgb7fu9w5qofuf4mqs9shkn6qk3aklgmb8xlpls8

غور کې د تېرو شپږو میاشتو پر مهال پر خوارځواکۍ اخته ۱۶ ماشومان مړه او څه باندې ۳۰۰ نور پر دې ناروغي اخته شوي دي.

د غور د ولایتي روغتون سرطبیب محمدنصیر پارسا سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر زیاتېدو اندېښمن کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «تېرو شپږ میاشتو کې ۳۴۷ ماشومان چې پر خوارځواکۍ اخته وو، بستر شوي چې له بده‌مرغه د مړینې ۱۶ پېښې لرو. د تېرو میاشتو او تېر کال په پرتله له بده‌مرغه چې د خوارځواکۍ پېښې زیاتې شوې دي.»

په ورته مهال د غور مرکزي روغتون ته د یاد ولایت له ولسوالیو او مرکز څخه هره ورځ ګڼ‌شمېر ناروغان وروړل کېږي.

ریزه‌ګل چې نږدې درې اوونۍ کېږي ولایتي روغتون ته یې خپل ماشومان د درملنې لپاره وروستي، وايي، ماشومان یې د بې‌وزلي له امله پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

نوموړې له روغتیايي مسوولانو غواړي چې د ماشومانو درملنه یې وکړي. «۱۸ شپې کېږي چې دلته راغلې یم، غوښه، مېوه، هېڅ یې هم نه‌دي خوړلي، نن چې ډاکټران راغلل حلواګک و شیدې یې ورکړې.»

بل‌خوا د غور ولایتي روغتون کې د خوارځواکۍ برخې ډاکټر عتیق‌الله اکبري سلام‌وطندار ته وویل چې ګڼ‌شمېر ماشومان د اقتصادي ستونزو، د ناروغیو خپرېدو او د عامه پوهاوي نشتون له امله پر خوارځواکۍ اخته کېږي.

هغه وویل: «تر شپږو میاشتو باید سل سلنه د مور شیدې ورکړي او له هغه وروسته باید له شیدو سربېره خواړه ورکړي. هغه کسان چې پرې اخته کېږي، لامل یې فقر او د سواد نشتون دی. مور باید تر دوو کلونو ماشوم ته شیدې ورکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د غور د ولایتي روغتون مسوولان زیاتوي چې هڅه کوي په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته سمه رسېدنه وکړي او د روغتیا په برخه کې د همکاره بنسټونو په مرسته، دغه ناروغۍ کنټرول کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام