Asset 1SWN

دایکندي کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۵۳سلنه لوړ شوی

thumbs_b_c_f6fecd294fb57800e27c520da6c2aade

د دایکندي د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وچکالي او بې‌وزلي له امله د تېر کال په پرتله سږکال پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۵۳سلنه لوړ شوی دی.

د دایکندي د عامې روغتیا ریاست د تغذیې څانګې عمومي مدیر او مطبوعاتي مسوول زین‌الله تیموري سلام‌وطندار ته وویل: «موږ یو معیار لرو چې ۱۴۰۰ کال کې موږ ۱۶۹۵۱ پر خوارځواکۍ اخته ماشومان لرل او ۱۴۰۱ کال کې ۳۶۳۴۶ ماشوم چې ۵۳سلنه زیاتوالی ښيي. لامل یې وچکالي او د خلکو نه پوهاوی دی.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د تیموري په وینا، دا مهال د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو په څه باندې ۱۴۱ روغتیايي مرکزونو کې روغتیايي ډلې او ‎یو‌شمېر موسسې د خوارځواکۍ په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي.

د دایکندي د عامې روغتیا ریاست مسوولان د بشردوستانه مرستو ډېروالی او د خوارځواکۍ سره د مبارزې برخه کې د بودیجې ځانګړې کول، هغه لاملونه یادوي چې پر بنسټ یې، د خوارځواکۍ مخه نیول کېدای شي.

په ورته مهال د دایکندي د یو‌شمېر لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست له مسوولانو غواړي چې ولسوالیو کې دې ورته پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې زمینه برابره کړي.

د شهرستان ولسوالي اوسېدونکي حیدر وویل: «لومړی ډېر کمزوری و، پر خوارځواکۍ اخته و، اوس یې وضعیت ښه دی. له حکومت غواړو چې موږ ته خدمتونه وړاندې کړي، یو کلینیک جوړ کړي، څو اولادونه مو همالته تداوي شي.»

ډاکټران د ماشومانو روغتیا، بې‌وزلي، د عامه پوهاوي نشتون، کډوالي او  په سمه توګه د خوړو نه رسېدل، هغه لاملونه یادوي چې له کبله یې دغه ولایت کې د خوارځواکي پېښې زیاتې شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته هېواد کې د بې‌وزلي لمن پراخه شوې چې له امله یې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر هم ډېر شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام