Asset 1SWN

د کلیو د پراختیا وزارت کارکوونکو پر موټر چاودنه؛ شاهدان: له ۲۰ ډېر کسان ټپیان شوي

WhatsApp-Image-2022-11-02-at-10.52.48-AM-px3yf4tswfsunp0rdwxfy8sdrnehpao0cyz9h0udfs (1)

یوې چاودنې چې نن سهار شاوخوا اته بجې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کارکوونکو موټر په‌کې په نښه شوی و، یو ځل بیا د کابل ښاریانو ارامتیا واخیسته.

د پېښې یوه عیني شاهد نذیر محمود د چاودنې په اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «سهار پر یوه کاسټر چاودنه وشوه او چره یې زموږ پر ښیښه ولګېده. له کوټې دباندې وتښتېدو، ومو لیدل چې ډېر خلک ټپیان دي. په کاسټر کې شاوخوا ۲۵ تر ۳۰ کسانو پورې وو، څه باندې لس کسان خپله را ښکته شول، نور ټول خلکو را کوز کړل.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د یوه کارکوونکي زوی چې پلار یې په همدې چاودنه کې ټپي شوی وايي، دې چاودنې یې واڼې تښتولي او اسلامي امارت باید د خلکو ژوند خوندي کړي.

هغه زیاتوي: «زه کور کې وم او پوهنتون ته د تلو چمتووالی مې نیوه چې پلار مې زنګ وواهه او ویې ویل چې ټپي یم، روغتون ته مې وړي او زه نور پوه نه شوم چې څنګه روغتون ته ور ورسېدم او لا هم مې هم له نږدې پلار نه‌دی لیدلی. له اسلامي امارت څخه غواړو چې د خلکو د امنیت خوندیتوب لپاره هڅې وکړي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی حشمت‌الله چې د عمه خاوند یې په دې چاودنه کې ټپي شوی، وايي: «د عمه خاوند مې د کلیو پراختیا وزارت کې کار کوي او دې چاودنه کې ټپي شوی دی. له اسلامي امارت نه غواړو چې د خلکو امنیت ټینګ کړي، که‌نه خلک به اړ شي چې د ځان‌ساتنې په موخه ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شي.»

په همدې حال کې د نظامي چارو شنونکی عزیز ستانکزی وايي چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د تېر حکومت تجربه لرونکي کسان پر دندو وګومارل شي.

هغه سلام‌وطندار ته ویلي: «د امنیتي ځواکونو شمېر کم دی. باید زیات شي او اسلامي امارت باید د پخوانیو مسلکي ځواکونو له تجربو ګټه واخلي چې اوس په کورونو کې دي. که له هغو امنیتي ځواکونو چې ښې زده‌کړې لري، کار واخیستل شي، د دغو پېښو شمېر به راک شي.»

بله‌خوا د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران بیا وايي چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت پر کارکوونکو نننۍ چاودنه کې اته کسان ټپیان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا پېښې نن سهار د کابل پنځمې امنیتي حوزې اړوند د سیلو پر سړک چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کارکوونکو کاسټر موټر یې نښه وګرځاوه، د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله وشوه.

تر اوسه د دې چاودنې برید کوم چا یا وسله‌والې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

دا داسې مهال ده چې په څه باندې یوه کال کې وخت‌ناوخت ورته ماین چاودنې یا ځانمرګي بریدونه کېږي او له کبله یې یوشمېر هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام