Asset 1SWN

کابل کې چاودنه؛ د کلیو او پراختیا وزارت اته کارکوونکي ټپیان شوي

313412996_5510981545664896_2953477633445033820_n

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ سلام‌وطندار ته ویلي، نن چهار‌شنبه د لړم یوولسمه د کلیو او پراختیا وزارت د کارکوونکو پر موټر د چاودنې له امله د یاد وزارت اته کارکوونکي ټپیان شوي دي.

چاودنه نن سهار د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند «کارته‌ مامورین» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په دغه پېښه کې د کلیو او پراختیا وزارت د کارکوونکو یو کاسټر ډوله موټر د سړک غاړې ماین چاودنې ښکار ګرځېدلی دی.

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ زیاته کړې چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، د یادې چاودنې له امله د کلیو او پراختیا وزارت اته کارکوونکي ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي. خالد ځدراڼ همداراز ویلي چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د یادې چاودنې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه د یادې چاودنې مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام