د امریکا ولسمشر جو بایډن  پرون سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال وویل، د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ یې کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د بې‌پیلوټه الوتکې برید کې وژلی دی. کابل کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدو ګڼ غبرګونونه راپورته کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن ویلي، اسلامي امارت کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن‌ الظواهري ته د پناه په ورکولو سره د دوحې تړون څخه سرغړونه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه ویلي: «اسلامي امارت کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن‌ الظواهري ته د پناه په ورکولو سره د دوحې هوکړه نقض کړې او نړیوالې ټولنې سره د تعامل لپاره د لېوالتیا ښودو او افغانانو سره یې خیانت کړی دی.»

دې سره کابل کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل‌کېدو ته په غبرګون کې د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټرډو ویلي، د نوموړي وژنه د خوندي نړۍ پر لور ګام دی.

هغه وايي، له خپلو ملګرو هېوادونو سره یوځای د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره ګډ کار ته دوام ورکوي.

نوموړي وویل: «کاناډا د خپلو شریکانو سره د ترهګریزې ګواښونو پروړاندې د مبارزې، د سولې او امنیت ټینګښت او په داخل او بهر کې د خلکو ساتنې ته دوام ورکوي.»

بل‌خوا د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت هم یوه خبرپاڼه کې د القاعده شبکې پر مشر د امريکايي بې‌پیلوټه الوتکې بريد څخه هرکلی کړی او ویلي یې دي چې ايمن الظواهري امريکا، سعودي او نورو هېوادونو کې د ترهګریزو بریدونو او عملیاتو مسوولیت درلود.

د سعودي بهرنيو چارو وزارت د ترهګرۍ له‌منځه وړلو لپاره د نړيوالو هڅو او همکاريو د همغږۍ پر اهميت ټينګار کړی او له ټولو هېوادونو يې غوښتي چې د ترهګرو ډلو له شره د بېګناه وګړو په خوندي کولو کې يو بل سره همکاري وکړي.

د القاعده شبکې د مشر وژل کېدو پر وړاندې د اسټرالیا لومړي وزیر انټوني البانیز هم غبرګون ښوودلی او ویلي یې دي چې په دې کار سره ترهګرې ډلې باید پوهه شي چې افغانستان هېڅ کله هم د هغوی او د بشر پر ضد د بریدونو لپاره پر خوندي ځای نه شي بدلېدی.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم ویلي، د القاعده د شبکې مشر د دې ښکارندويي کوي چې له جګړې پرته هم افغناستان کې د تروریزم د له منځه وړلو امکان شته.

د امریکا له جمهوري غوښتونکو سناتورانو څخه لیندسي ګراهام د ایمن الظواهري د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې افغانستان کې تروریستي ډلې پیاوړې کیږي.

د هغه په اند، د ایمن الظواهري په وژل کېدو سره القاعده له منځه نه ده تللې. د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته نړیوالې ټولنې او سازمانونو تل اسلامي امارت څخه غوښتي چې تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرېکړي کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو څنګه چې ښکاري اسلامي امارت نه یوازې القاعده سره اړیکې نه دي پرېکړي، بلکې د کابل زړه کې یې د دغې ډلې مشر ته ځای ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام