Asset 1SWN

سلام وطندار

لکي مروت کې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي او دوه ټپیان دي

Pakistani army soldiers carry the coffin of a soldier during a funeral ceremony in Peshawar on August 9, 2017.
Four Pakistani Army soldiers have been killed in a military operation in the Timergara area of Upper Dir, Pakistan's Inter Services Public Relations (ISPR) said. / AFP PHOTO / ABDUL MAJEED

پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړی چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې له وسله‌والو سره په نښته کې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي او د یوه افسر په ګډون دوه نور ټپیان دي.

رسنیو نن شنبه د لیندۍ پنځمه لکي مروت د پولیس چارواکو له قوله ویلي چې نښته پرون جمعه د لکي مروت په درګه سیمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سیمه کې پولیسو ویلي چې دوی د وسله‌والو پر یوه پټن‌ځای د عملیاتو پر مهال تر برید لاندې راغلي چې په ترڅ کې یې دغه مرګ‌ژوبله رامنځته شوې ده.

تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو له دې وړاندې یاده سیمه کې د ډېری شویو بریدونو مسوولیت «ټي‌ټي‌پي»  منلی دی.

د پاکستاني لومړي وزیر پر یاده پېښه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې ترهګري لا هم د دغه هېواد لپاره یوه ستره مسله ده او دوی به یې پر وړاندې په زړورتیا درېږي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې څو ورځې مخکې هم یاده سیمه کې د یوه وسله‌وال برید پر مهال شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام