په لغمان کې ولسي سرچينې وايي چې بېګاه شپه د دغه ولایت په قرغیو ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو د يوې کورنۍ دوه غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د سرچینې په وینا، په وژل شویو کې یوه مېرمن هم شاملې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د لغمان محلي مسوولان هم تاییدوي چې دغه ولایت کې د یوه وسله‌وال برید پرمهال د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دي.

د لغمان د والي ویاند صلاح‌الدین ذاهد سلام‌وطندار ته ویلي چې برید د ناپېژنده وسله‌والو له لوري شوی او تراوسه یې انګېزه نه ده معلومه.

صلاح‌الدین ذاهد زیاته کړه چې امنیتي ادارو د یادې پېښې په اړه خپلې پلټنې پیل کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 دا په داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې شوي چې تر ډېره یې عاملان نه دي نیول شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام