Asset 1SWN

کندهار کې د دوو جلا پېښو پر مهال دوه کسان وژل شوي

تصوير کندهار

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په سپین‌بولدک ولسوالي کې د دوو بېلابېلو پېښو پر مهال د یوې نجلۍ په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

د کندهار د والي ویاند حاجي زید سلام‌وطندار ته ویلي چې د سپین‌بولدک د شپږمې حوزې  اړوند «زاړه مانده» سیمه کې د یوې پېغلې جسد موندل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، د لومړنیو معلوماتو له مخې، دغه پېغله نجلۍ ځندۍ او وژل شوې ده.

د کندهار د والي ویاند همداراز زیاته کړه چې دویمه پېښه کې بیا د سپین‌بولدک اړوند «ملا‌ولي ویالې» سیمه کې د ځمکې پر سر د شخړې له کبله یو کس په ډزو ویشتل شوی او وژل شوی دی.

حاجي زید وویل چې د دواړو پېښو په تړاو پلټنې پیل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې کندهار او د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې له امله یې ځینې کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام