پاکستان له اسلامي امارت نه د «پاکستاني طالبانو» د‌ مهار لپاره د مرستې غوښتنه کړې

پاکستان کې د ناامنیو زیاتېدو وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف خېبرپښتونخوا کې د یوې غونډې پر مهال ا.ا څخه غوښتي چې د ترهګرۍ په ځانګړې توګه د «پاکستاني طا لبانو» مهار کې ورسره همکاري وکړي. د چارو شنونکي وايي، پاکستان افغانستان کې واک ته د ا.ا له رسېدو وړاندې د ستراتيژیکو ګټو تمه درلوده.

تخار کې د سرو زرو په لټه د شګو چاڼ؛ «هر کال لسګونه کسان مري»

د تخار اوسېدونکی امیرمحمد هره ورځ د لمر راختلو سره سم «بېل‌چه او کولنګ» اخلي او د دې ولایت د کوکچې سیند غاړې ته د سرو زرو په لټه شګې چاڼوي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل چې د زر شویۍ له لارې د ورځې له پنځو تر ۶۰۰ افغانیو ګټي او له ده سره د سلګونو نورو کسانو هم همدغه د ګټې وټې ښه لاره ده.

روزګان کې مسوولان خلکو ته: له دې وروسته به کلداره نه کاروئ

روزګان کې له تېرو۳۰ کلونو راهسې په سوداګریزه راکړه ورکړه کې کلداره کارول کېږي، خو اوس د دغه ولایت محلي مسوولانو خلکو ته ضرب‌الاجل ټاکلی چې له دې وروسته به کلداره نه کاروي. د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس دې ناستې ته په خپلو خبرو کې وویل، که څوک له دې پرېکړې سرغړونه وکړي، قانوني چلن سره به مخ شي.