Asset 1SWN

تخار کې د سرو زرو په لټه د شګو چاڼ؛ «هر کال لسګونه کسان مري»

4db899ac-a2b2-4a5f-9db9-dbcf9f5c2781

د تخار اوسېدونکی امیرمحمد هره ورځ د لمر راختلو سره سم د خپل کار وسایل اخلي او د دې ولایت د کوکچې سیند غاړې ته د سرو زرو په لټه شګې چاڼوي.

نوموړی سلام‌وطندار ته وايي چې د زر شویۍ یا د سرو زرو د ترلاسه کولو په لټه د شګو د چاڼ له لارې د ورځې له پنځو تر ۶۰۰ افغانیو ګټي او له نوموړي سره د سلګونو نورو کسانو هم همدغه د ګټې وټې ښه لاره ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، که دغه ولایت کې د زر شویۍ (زر وینځلو) کار نه وي، ډېری کسان به د بې‌وزلۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

هغه وویل: «دلته کوم شرکت یا کارخونه نشته چې خلک په‌کې کار وکړي، له همدې امله ټولو د زر وینځلو کار ته مخه کړې ده. که دا د زر شويي غریبي نه وي، په دې یخه هوا کې به ډېری خلک د بې‌وزلۍ له امله ومري.»

په ورته مهال امیرمحمد زیاته کړه، یوشمېر د سرو زرو د موندلو لپاره ۲۵ متره لاندې ځمکې ته ښکته کېږي چې له همدې امله هرکال شاوخوا ۱۰۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

له دې وړاندې یو‌شمېر شخصي شرکتونو هم دغه ولایت کې د زر شويي برخه کې پانګونه کړې وه چې د یادو شرکتونو د مسوولانو په وینا، نږدې ۴۰۰۰۰ کسان یې پر دندو ګومارلي وو.

تخار کې د زر شويي د یوه خصوصي شرکت مسوول حبیب‌الرحمن وايي، د شرکتونو د فعالیتونو په درېدو سره د یادو شرکتونو مالکانو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

هغه زیاته کړه چې د شرکتونو ۱۶۰ سکټواټرونه پر کار بوخت وو چې هر یوه یې له ۳۲ تر ۴۰ کاریګر درلودل او په وینا یې، اوس شاوخوا ۴۵۰۰۰ کسان وزګاره شوي دي.

په همدې حال کې، د تخار ځايي مسوولان وايي، په نامسلکي ډول د سرو زرو د استخراج له کبله يې د خصوصي شرکتونو کارونه په لنډمهالي توګه بند کړي دي.

د تخار د کانونو رییس عبدالناصر حقاني وویل: «د نامسلکي کان کیندونکو له امله د کانونواو پټرولیم وزارت له لوري کارونه درول شوي. د یوه طرزالعمل نشتون له امله بند شوي چې دغه طرزالعمل جوړ او اقتصادي شورا ته لېږدول شوی او له لاسلیک وروسته به زرشويي شرکتونو ته د تړون له مخې سپارل کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له کلونو راهیسې تخار کې د سرو زرو کانونه په نامسلکي او خپل‌سرې توګه استخراجېږي او له همدې امله وخت ناوخت کان کیندونکي خپل ژوند له لاسه ورکړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام