Asset 1SWN

د بې‌وزلۍ څپې؛ تخار کې خلک د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره ملکیتونه پلوري

photo_2023-02-13_07-08-35

هېواد کې د لوږې او بې‌وزلۍ پراخې څپې لامل شوي چې ګڼ‌شمېر هېواد‌وال د خپل ژوندانه اړتیا پوره کولو لپاره یې ملکیتونه خرڅلاوو ته وړاندې کړي.

د تخار مرکز تالقان ښار اوسېدونکی سرورالدین چې د دولس کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرست دی، سلام‌وطندار ته وايي، د لوږې او بې‌وزلۍ له کبله یې د خپلې حویلۍ یوه برخه پلورلې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې د مخکیني حکومت پر مهال یې تالقان ښار کې ټکسي چلوله، خو له تېر یوه راهیسې یې موټر هم خرڅ کړی او دا مهال وزګاره دی.

په همدې حال کې د سرورالدین په وینا، د حویلۍ د یوې برخې له پلورلو وروسته یې خپل دوه ورونه بهر ته د کار لپاره لېږلي وو، خو بېرته ډيپوټ شوي دي.

نوموړي وویل: «نیمه حویلۍ مې خرڅه کړې او پاتې نوره یې مو له ځمکې سره پلور ته وړاندې کړې، که خرڅه شي، خپل روزګار به پرې وچلولو، اوس د کار زمینه نه ده برابره، د وزګارتیا کچه ډېره لوړه شوې، خلک د وزګارتیا له امله پر نشو اخته شوي دي.»

په همدې حال کې د تالقان ښار اوسېدونکی احمدجواد وايي چې د خپلې حویلۍ پنځه بسوه ځمکه یې خرڅه کړې او ښار کې یې یوه هټۍ جوړه کړې، خو په وینا یې، بازار یې سوړ دی.

احمدجواد همداراز وايي، غواړي خپله هټۍ په زیان وپلوري او له خپلې کورنۍ سره بهر ته لاړ شي.

نوموړي وویل: «په یوه دوکان کې مې خپلې پیسې بندې کړي او هره ورځ په‌کې زیان کوم. کله مستوفیت راځي، کله جواز کار، کله مالیه او بېلابېل ډول اخاذۍ اخلي. د مالیې ورکړې په پرتله مې عاید کم دی. هره ورځ زیان وینم، اوس مې هټۍ خرڅلاو ته وړاندې کړې، ځم ایران ته او له هغه ځایه نورو هېوادونو ته.»

بل‌خوا شمس‌الله چې تخار کې د معاملاتو د لارښوونې دفتر لري، سلام‌وطندار ته وايي، د تېرو کلونو په پرتله دغه ولایت د جایدادونو د ثبت لړۍ ډېره او پېر کم شوی دی.

د نوموړي په وینا، ډېری کسانو د اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ له کبله خپل ملکیتونه پلوري او نورو ولایتونو ته کډه کوي. هغه همداراز وویل چې ۳۵۰ کورونه او ودانۍ ورسره ثبت دي، خو په اوونۍ کې دوه پېرونکي هم نه‌لري.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو راپدېخوا ګڼ‌شمېر ځوانانو د اقتصادي او نورو ستونزو له کبله هېواد پرېښی او ځینو نورو بیا د خپل ژوند اړتیا پوره کولو لپاره خپل اولادونه پلور ته وړاندې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام