کابل ښاروالي پر ټویټر لیکلي چې یوشمېر افغان سېکان او هندوان نن دغې ادارې ته ورغلي وو او هلته یې له کابل ښاروال عبدالرشید بلوڅ سره لیدلي دي.

کابل ښاروالي وايي، افغان هندوانو او سېکانو په دې لیدنه کې د ښاروالي له مسوولانو غوښتي چې ځمکې او جایدادونه یې د غاصبانو له منګولو نه خلاص کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کابل ښاروالي په وینا، افغان سېکانو او هندوانو ترې غوښتي چې د ګذر وکیلانو د ټاکلو بهیر کې دوی ته هم ونډه ورکړي.

دغې ادارې زیاته کړې چې د ښاروالي مسوولانو د افغان سېکانو او هندوانو ستونزې اورېدلي او د حل ژمنه یې ورسره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اوس کم‌شمېر افغان سېکان او هندوان هېواد کې پاتې دي او د دوی په وینا، یوشمېر غاصبانو یې له کلونو راهیسې ځمکې او جایدادونه په زوره ترې نیولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام