هندي رسنیو راپور ورکړی چې د افغان سېکانو او هندوانو یوه ۵۵ کسیزه ډله په یوه ځانګړي پرواز کې د دغه هېواد پلازمېنې نوي ډیلي ته رسېدلې ده.

هندۍ «ټریبون» خبري شبکې په یوه راپور کې ویلي، دغه ډله چې ۳۸ عمر لرونکي او ۱۷ ماشومان په‌کې شامل دي، پرون یکشنبه د تلې درېیمه له افغانستان هند ته لېږدول شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

راجیا سبها بنسټ چې له افغانستان څخه د سېکانو او هندوانو د اېستلو بهیر کې فعاله وڼده لري، یوه استازي ویکرامجیت سینګ ساهني ویلي، «موږ د وروستیو افغان سېکانو د اېستلو لپاره چې افغانستان کې سرګردان و، د هند د بهرنیو چارو وزارت سره اړیکه ونیوله.»

نوموړي زیاته کړې چې د ده بنسټ د «زما کورنۍ او زما مسوولیت» په نوم پروګرام پرمخ وړي چې پربنسټ یې، لا له وړاندې د نوي ډيلي لوېدیځ کې ۵۴۳ افغان سېکان او هندوان ځای پر ځای کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د هند نړیوالې مجمعې تراوسه د شاوخوا ۳۰۰ افغان سېکانو او هندوانو د تخلیې بهیر برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام