د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو یوه کال پوره‌کېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا چې د یوشمېر افغان سیاسي څېرو له لوري رامنځته شوې، څو ورځې وړاندې د انلاین غونډې له لارې خپل منشور اعلان کړ.

د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا غړی همایون خیري سلام‌وطندار ته ویلي چې د اوسني حکومت پر وړاندې به ۱۶ کاري کمېټو کې فعالیت ته دوام ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه ټینګار کوي چې دغې شورا سره شاوخوا ۵۰۰ سیاسي، نظامي او فرهنګي څېرې غړیتوب لري او کاري کمېټو کې یې هم سیاسي، نظامي، د بشري حقونو، فرهنګي او نورې برخې شاملېږي.

که څه هم د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا منشور کې ننګونو څخه د وتو لپاره په خبرو او د غیرمتمرکزه ټول‌ګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار شوی، خو خیري وايي، د اسلامي امارت حکومت سره پایله‌لرونکو خبرو ته ناهیلي دي.

د ځینو راپورونو پربنسټ، د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد د مقاومت شورا د خپور شوي منشور په اړه غبرګون کې ویلي، مذاکرې ته چمتو دي، خو حکومت کې به فاسدو څېرو ته ځای ورنه‌کړل شي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي افغانستان څخه د وتلو څېرو د انلاین غونډې په اړه کوم غبرګون نه ښيي، خو وايي چې هېواد کې دننه د اسلامي امارت د حکومت پر وړاندې هېڅ مخالفه ډله شتون نه‌لري.

نوموړي وویل: «دا مهال افغانستان کې یو مرکزي حکومت حاکم دی او امنیت یې ټينګ کړی چې پر هېواد واک لري. کومه ډله یا بانډ نشته چې فزیکي حضور دې ولري، یا دې هم خپل شتون اعلان کړی وي. دوی چې انلاین ناسته کړې، موږ یې په اړه څه نه وایو، خو دوی هغه کسان دي چې خلکو استفراق کړي او له ټولنې تښتېدلي دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت حکومت داسې حال کې د خپلو مخالفو ډلو شتون په افغانستان کې ردوي چې تازه د مقاومت جبهې ادعا کړې چې پنجشېر کې يې د اسلامي امارت یوشمېر سرتیري وژلي او ۴۰ نور يې ژوندي نیولي، هغه ادعا چې د اسلامي امارت له‌خوا رد شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام