د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني کابل کې یوه غونډه کې وویل، د قطر په دوحه کې د سولې بهیر له بن بست سره مخ دی او خبرداری يې ورکړ که چېرې د سولې بهیر په هر لامل چې وي بې پایلې شي، جګړه په افغانستان کې دوام پیدا کوي او دويم مقاومت به جوړ کړي.

نوموړي د «موج اعتدال و همسويي» سازمان د جوړېدو په غونډه کې وويل، دوی داسې  سوله چې د ټولنې نيمايي په‌کې له منځه لاړه شي، نه غواړي.

يونس قانوني وايي، د داسې سولې ملاتړ کوي چې جګړې ته د بېرته ورګرځېدو هېڅ راز موکې په‌کې نه وي.

په لندن کې د افغانستان پخواني سفير احمدولي مسعود هم په دې ناسته کې وويل، باید ټولو افغانانو ته فرصت ورکړل شي چې سولې ته کار وکړي.

د نوموړي په وينا، هغه کسان چې په افغانستان کې خپلې ګټې ويني، پر سوله باوري دي.

له بل پلوه د ملي امنيت پخوانی رييس رحمت‌الله نبیل وايي، د امريکا او طالبانو د هوکړې ترڅنګ چې ضمايم لاسليک شوي، جمهوريت يې د لاسه تلو له ګواښ سره مخ کړی.

د نبيل په وينا، د خلکو او حکومت ترمنځ واټن تر بل هر وخت زیات شوی دی.

دغه سياسيون وايي، حکومت او د ملي پخلاينې عالي شورا چې بايد څه ډول د سولې له خبرو خلکو ته معلومات ورکړي وای، هسې يې نه دي کړي او دا کار د خلکو په حق کې جفا ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام