د جمعیت اسلامي ګوند اجرایوي رییس عطامحمد نور وايي، که په هېواد کې روان ناسم امنیتي وضعیت ښه نه شي، دویم مقاومت به جوړ کړي.

نوموړي چې د په بلخ کې د رهنورد زریاب په یادغونډه کې خبرې کولې وویل، د هېواد وضعیت ناسم لوري ته روان دی او بهرني جنګیالي په ټولو شمالي ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي.

هغه حکومت ته په خطاب کې وویل، که وضعیت نه شي مدیریت کولای، جهادي مشرانو ته دې اجازه ورکړي چې له ولسي ځواک سره په ګډه لاس په کار شي.

نور که څه هم د سولې پروسې ته لومړیتوب ورکوي، خو وايي، که چا دا پروسه تخریب کړه، دوی به دویم مقاومت پیل کړي.

نوموړی د حکومتولۍ څرنګوالی او د خدمتونو وړاندې کول هم د اندېښنې وړ بولي او وايي، په حکومت کې یوشمېر کسان د امنیتي میثاق پروګرام په پلمه د شخصیتونو ترور او دوسیې جوړولو ته مخه کړې ده.

د هغه په وینا، په هېواد کې امنیتي وضعیت ډېر خراب دی او هېڅوک په‌کې ارامه ساه نه شي اخیستلی.

دا داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې په هېواد، په تېره پلازمېنه کابل کې هدفي وژنې او ترورونه ډېر شوي دي.

په تازه پېښه کې پرون د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرایوي رییس محمدیوسف رشید له خپل موټرچلوونکي سره هغه مهال ووژل شو چې له کوره د دفتر پر لور روان و.

عطامحمد نور داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې د ده او د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح ترمنځ د حیرتانو بندر د عایداتو څرنګوالي، په بلخ کې د امنیتي میثاق پروګرام د پلي کېدو او ځینو نورو مسایلو په اړه فېسبوکي ناندرۍ را پورته شوې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام