په افغانستان کې د امریکا سفارت له هغه وروسته چې نن سهار پر کابل ښار راکېټي بریدونه وشول، خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی او په افغانستان کې روان وضعیت یې «بې‌ثباته» بللی دی.

په کابل د امریکا سفارت نن د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله ولیکل چې د افغانستان وضعیت «بې‌ثباته» دی.

د امریکا سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته سفر و نه کړي.

د دغه خبرداري په یوه برخه کې امریکايانو ته سپارښتنه شوې چې پر خپلو امنیتي پروګرامونو بیاکتنه وکړي.

په کابل کې د امریکا سفارت ټینګار کړی چې اوس هم د دغه هېواد وګړي له جدي ګواښونو سره مخامخ دي.

کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې پر کابل ښار په نننیو راکېټي بریدونو کې ۸ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې یوشمېر راکېټونه د خلکو پر کورونو لګېدلي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

د طالب ډلې ویاند ذبېح‌‌الله مجاهد هم پر کابل ښار راکېټي بریدونو کې د دغې ډلې لاس لرل رد کړي دي.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام