کابل کې د امریکا د یوې بېپېلوټه الوتکې په برید کې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري له وژلکېدو وروسته د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د دې امکان شته چې یاده ډله پر امریکايي وګړو او تاسیساتو بریدونه وکړي.
دغه وزارت زیاته کړې چې د دوی د اطلاعاتو پربنسټ، یوشمېر ترهګرې ډلې په ټوله نړۍ کې د امریکا د ګټو پروړاندې د ترهګریزو بریدونو پر پلان جوړولو بوخت دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري وژنې ګڼ نړیوال غبرګونونه له ځان سره لرل. د تازه غبرګونونو په لړ کې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، امریکا د القاعده شبکې د مشر په وژنې سره وښوده چې افغانستان د القاعده شبکې لپاره امن پټنځای نه دی. د نوموړي په وینا، القاعده شبکه به افغانستان کې پرمختګ ته پرې نهږدي.
بلخوا د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، داسې ښکاري چې حقاني شبکه د ایمن الظواهري له شتون خبره و او ښايي د اسلامي امارت نورو مشرانو امریکا ته د ایمن الظواهري ځای په نښه کړی وي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا هم ویلي چې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې تړون تر بل هر وخت اوس نقض شوی او اړتیا ده چې اروپايي ټولنه له دې تړون لاس واخلي.
په ورته مهال د مخکیني حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم د القاعده شبکې مشر وژنې ته په غبرګون کې ویلي چې د الظواهري حضور بهر څخه افغانستان ته د ترهګرو پټنځای د لېږد په معنی ده.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون د ایمن الظواهري وژنې ته په غبرګون کې ویلي چې د نوموړي وژنه د اسلامي امارت د ژمنو پروړاندې شکونه نور هم زیاتوي.
د راپورونو له مخې، د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه کور د امریکا د بېپېلوټه الوتکې په برید کې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري ووژل شو. د نوموړي له وژلکېدو څلور ورځې وروسته لا هم د اسلامي امارت سرپرست حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
له دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد پرخپله ټوېټرپاڼه کابل کې د امریکا د بېپېلوټه الوتکې برید غندلی و او هغه یې د افغانستان له هوايي حریم سرغړونه بللې وه.