Asset 1SWN

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: هېواد کې د وزګارو کسانو کره شمېره نه‌لرو

Fg3l7MZWAAAPYmu

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولانو نن کابل د یوې خبري ناستې پر مهال د خپلو وروستیو ولایتي سفرونو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال عبدالسلام سعادت دې ناستې ته وویل، هېواد کې د وزګارتیا کچه په هغه اندازه نه ده، له څنګه چې په ځینو رسنیو کې د مغرضو کړیو له لوري یې په اړه راپورونه خپرېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

عبدالسلام سعادت هېواد کې د سره ‌صلیب نړیوالې کمېټې وروستی راپور هم رد کړ چې ویلي و، د اسلامي امارت په راتګ سره ۷۰۰زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د سعادت په وینا، هېواد کې د شته وزګاره کسانو کره شمېره نه‌لري، خو ټينګار کوي چې د اوسنۍ وزګارتیا لامل د مخکیني حکومت پر مهال د یوشمېر فعالو کورنیو او بهرنیو ادارو تړل کیدل دي.

نوموړي وویل: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم داسې دقیق ارقام نه لري، خو موږ یې وینو یوشمېر کسان چې بهر تللي او وزګاره شوي، هغه کسان دي چې دوی د استعمار په وخت کې دندې لرلې او کله چې استعمار ختم شو، دوی هم فکر کوو چې دلته یې روزي تړل شوې ده، نو بعضې کسان هغوی هم حسابوي چې بې کاره شوي او یا وايي چې دومره اردو دلته له‌منځه تللې او خلک یې بې کاره شوي دي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال زیاته کړه چې په دې وروستیو کې یې د هېواد نهه شمالي ولایتونو ته په سفر کې د یادو ولایتونو والیانو، ولسوالانو او اداري کارکونکو ته لنډمهاله ښوونیز او د ظرفیت‌ لوړونې پروګرامونه برابر کړي وو.

هغه وویل، د ۳۳ کاري ورځو په موده کې یې ۱۵۳۷ تازه ګومارل شویو کارکوونکو ته د ادارې، قانون او حکومتولۍ په برخه کې معلومات ورکړي دي.

بل‌خوا یوشمېر کارپوهان په دې باور دي چې د اسلامي امارت له لوري د تازه ګومارل شویو دولتي کارکوونکو لپاره چې په اړوند برخه کې یې زده‌کړې نه وې کړې، دغه ډول لنډمهال پروګرامونه ګټور نه دي.

د اقتصادي او اداري چارو کارپوه، محب شریف وویل: «دا ډیره مشکله ده چې یو څوک دې په یوه برخه کې بنسټیزې زده‌کړې ونه لري او هغه دې په دغسې لنډمهاله دوه ورځني او درې ورځنی سیمنیار باندې وپوهول شي، هیڅکله هم نه او دا کار به حکومت اداري کارونه هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې واک ته د اسلامي امارت له بیارسېدو راهیسې یو‌شمېر کسان شکایت کوي چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي او پر ځای یې ناتجربه او غیرمسلکي کسان ګومارل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام