د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په پکتیا کې هم ګڼشمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د پکتيا مرکز ګردېز کې د وزګاره کسانو زیاتوالی او د بېوزلۍ او وزګارتیا نښې نښانې له ورايه ښکاري. د ښار په ډېرو واټونو کې د کمعمره ماشومانو لاسي ګاډۍ ليدل کېږي چې د کورنۍ لپاره يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عبدالله چې ګردېز ښار کې په لاس ګاډي مزدوري کوي وايي، کله پيسې ګټې او کله ناهیلی کور ته لاړ شي. نوموړی زیاتوي چې اوسني حکومت کې کار نشته او وزګارتیا هم ډېره شوې چې دی یوازې د ورځې ۱۰۰ او ۱۵۰ افغانۍ پیدا کوي او کله بیا په ورځو ورځو کار ته په تمه وي.
د ګردېز مرکزي څلورلارې کې هر سهار لسګونه وزګاره ځوانان د کار په تمه ورځي. یوه ځوان له سلاموطندار سره خبرو کې وويل، د نظام په بدلېدو سره د دوی کارونه بېخونده شوې او داسې هم شوي چې په اوونۍ کې يو ځل هم کار ورته نه وي پیدا شوی.
دوی وايي چې تېرو دوو اوونيو کې یې يوازې دوه ورځې کار کړی او هغه پيسې یې بېرته په ډوډۍ لګولي. هغه وویل، «مزدوري نه پيدا کې سهار راغلي يو تر ماښامه په څلور لارې کې ناست يو،دغه ملاصيبان چې کله راغلي بيخي کارونه سره خرابه شوي دي، د تېرې جمعې په ورځ راغلی يم په ټوله هفته کې مې دوه ورځې کار کړی دی، دوه ورځې مزدوري مې بېرته خوړلې ده، کور مې پريښی، بچيان مې پريښي.»
وزګارتیا، خراب اقتصادي وضعيت په ډېرو کورنیو په ځانګړي توګه په هغو چې تېر نظام کې یې د کورنۍ غړي جګړې ورڅخه اخيستي، منفي آغېز پرېښی دی.
د همداسې يوې کورنۍ سرپرستې سره چې خيريه بنسټونو او اوسني حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي، خبرې کوو. دغه مېرمن نوريه نوميږي او وايي، خاوند يې تېر نظام کې شهيد شوی او د کورنۍ بل سرپرست نلري.
هغې زیاته کړه، «سړی مې شهيد شوی. اته مياشتې کېږي، تېره شپه مو وظيفه خوړلې ده، وظيفې ته ناست، دروازې ته مو سترګې وي، که چا مړۍ راوړه خورو يې دا مې مشر زوی دی. دا مي بل زوی دی، د کورنۍ سرپرست نلرو، يو سړی مې و هغه مړ شو، ماشومان مې بوتلې راټولي سوځوي، پلشټکې راټولو، بوتلونه هغه خرڅوي، يو شی نلرو. »
عبدالکريم چې زوی يې د اردو ليکو کې له لاسه ورکړی، په پښو رنځور دی. دی په غريبانه، ړنګ خټين کور کې له خپلو ماشومانو او يتمو لمسيانو سره ګډ ژوند کوي.
نوموړی وايي، په خپله يې له وسه هيڅ نه کېږي او ټولې هېلې يې يوازې په خدای او په حکومت پورې تړلې دي. هغه له اسلامي امارت څخه د مرستې غوښتنې کوي او وايي چې هیله یې یوازې همدوی پورې تړلې ده.
د پکتيا ځايي مسوولان وايي، هڅه کوي د بېوزله کورنيو لاسنيوی وکړي. د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس خالقیار احمدزي سلاموطندار ته وويل، د بشري مرستو لپاره دوه موسسې ورسره همکاره دي او تراوسه يې د شاوخوا ۵۰۰۰ کورنيو سروې کړې او ۲۰۰۰ کورنيو سره یې د خوراکي توکو مرسته کړې.
هغه وویل، «پکتيا کې دا مهال ۱۵ غير دولتي موسسات فعال دي، چې له ډلې يې دوه بشري مرستې کوي د RHDO په شپږو ولسواليو کې کار کوي، د WPFP خوراکي موسسه،۴۷۱۷ کورنۍ سروې کړې چې ۱۱۰۰ کورنۍ ته په سيدکرم کې مرسته کړې ده، ۸۵۰ کورنيو لپاره ته د داخلي بې ځايه شويو په برخه کې د يونيسار په مالي همکاري د WSD موسسې له لوري سروې جريان لري.»
بېوزله کورنۍ تر ډېره لوږه او غربت ځپلي، سره له دې چې وزګارتیا څخه کړېږي، اندېښنه لري چې راتلونکی سوړ ژمی به څنګه تېروي.