Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې ګل پلورونکي: کاروبار مو خراب شوی

80

د کابل «شهرنو» کې د «ګل‌فروشي» کوڅه یوه له پخوانیو او پېژندل شویو کوڅو څخه شمېرل کېږي چې بېلابېل ډوله ګلان په کې پلورل کېږي.

کابل ښاریان تر ډېره مناسبتي ورځو کې دغې کوڅې ته ورځي، څو د خپلې خوښې ګلان وپلوري، خو ګل‌پلورونکي دې وروستیو کې د خپلو پېرېدونکو کچې له کمېدو څخه شکایت کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ګل‌فروشي کوڅې ګل‌پلورونکی عبدالمختار وايي، هېواد کې د بې‌وزلۍ او وزګارتیا زیاتېدو له امله خلک ډېر کم ګلان پېري.

نوموړي وویل: «خلک د کوژدې، نامزدۍ، د مور او ښځې ورځې پر مهال د ګلانو پلور ته راتلل، خو اوس د بې‌وزلۍ او وزګارتیا له امله څوک دغې څوک ته د ګلانو پلور لپاره نه ورځي.»

د مختار ترڅنګ عبدالوهاب بل ګل‌پلورونکی دی. هغه چې خپل ټول عمر د ګلانو پر کاروبار تېر کړی وايي، پخوا به یې د ګلانو پلورلو له لارې د ورځې لسګونه زره افغانۍ عاید ترلاسه کاوه، خو دې وروستیو کې په ډېرې سختۍ یوازې د دوکان لګښت پوره کوي.

د نوموړي په وینا، ۶۰کاله کېږي چې دغه کوڅه کې ګلان پلوري او پخوا به یې د ورځې ۵۰زره افغانۍ عاید درلود، خو اوس یوازې خپله ورځ تېروي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابل ګل‌فروشي کوڅه کې د مرسل، نرګس، همیشه‌بهار، میخک په څېر ۵۰ نور بېلابېل ډوله ګلان ترلاسه کېدی شي، خو بېوزلۍ او بېکارۍ خلکو څخه خوښي او د خوښیو ورځو نمانځل هېر کړي او هغوی کې یې د ګلانو پېرلو لېوالتیا هم کمرنګه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام