سره له دې چې لوی اختر ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، خو کابل ښار د تېرو کلونو د اخترونو په پرتله هغه پخوانۍ ګڼه ګوڼه نه‌لري.

د کابل ښار د وچې مېوې یو‌شمېر هټۍ‌وال وايي چې سږ کال د پلور کچه په بې‌مخینې توګه راکمه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، د خلکو اقتصادي وضعیت د خرابوالي پر لور روان دی او ښاریان نه‌شي کولای چې د اختر لپاره مېوې او نور توکي وپلوري.

د کابل ښار د وچې مېوو هټۍ‌وال زیاتوي چې د تېرو کلونو په پرتله یې په پلور کې ۵۰سلنه کموالی راغلی دی.

د کابل ښار یو هټۍ‌‌وال اصیل احمد سلا‌م‌وطندار ته وویل: «پخوا به چې کله اختر دوه اوونۍ پاتې وې، خلک به په شوق د پېر لپاره بازار ته تلل، سږکال دوه ورځې اختر ته پاتې، خو وینئ چې خرڅلاو نشته.»

د کابل یوشمېر اوسېدونکي وايي، د اقتصادي ستونزو په دلیل خلک بد وضعیت سره مخ دي چې دغه کار د خلکو د پېرلو توان کم کړی او نه شي کولی د پخوا کلونو په څېر اختر ته چمتوالی ونیسي.

دا داسې مهال دی چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته هېواد کې د بې‌وزلۍ او وزګارتیا کچه لوړه شوې چې خلک یې ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه راز په نړیواله سطحه د وضعیت په بدلېدو سره هم بازارونو کې د لومړنیو توکو بیې په بېسارې توګه لوړې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام