Asset 1SWN

بلخ کې د ښځو ځانګړی بازار؛ ښځینه هټۍ‌والې: خرڅلاو نه‌لرو

FB_IMG_1681667690389

د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د «خدیجه‌الکبرا» په نوم د ښځو دویم ځانګړي مارکېټ کې هټۍ‌والې وايي چې کاروبار یې پیکه او پېرودونکي نه‌لري.

دغه مارکېټ چې ټولې هټۍ‌والې یې ښځې دي، د مزارشریف ښار څخه په واټن کې جوړ شوی دی. هټۍ‌والې شکایت کوي چې له ښار څخه د دغه بازار د لرې‌والې له امله خرڅلاو نه‌لري او نه هم څوک د پېر لپاره ورځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

روینا چې یاد مارکېټ کې هټۍ‌ لري، سلام‌وطندار ته وویل: «له هغه وخته چې موږ دغه بازار جوړ کړ او ډېری ښځو په‌کې پانګونه وکړه، هېڅ خرڅلاو نه‌لرو. له ښځو غواړو چې زموږ د ملاتړ او د کاروبار د ودې لپاره دلته د پېر لپاره را شي.»

په ورته مهال مزارشریف ښار کې د ښځو یاد ځانګړي بازار کې هټۍ‌والې مېرمنې د دغه ولایت له نورو ښځو او نجونو غوښتنه کوي چې د خپلو اړتیا وړ توکو د پېر لپاره دغه مارکېټ ته ورشي.

د ښځو ځانګړي بازار کې هټۍ‌واله پشتنه افغان وايي: «که څه هم د ښځو د اړتیا وړ ټول توکي لرو، خو هېڅ پېرودونکي نه‌لرو، ښځو ته وایو د دې پر ځای چې له زموږ سودا وکړئ، ځئ د یوه نارینه له هټۍ توکي پېرئ.»

د بلخ د صنایعو او کانونو خونې مسوولان بیا وايي چې د متشبثو ښځو ښځو د ملاتړ لپاره یې ځینې پروګرامونه تر لاس لاندې نیولې دي.

د بلخ د صنایعو او کانونو خونې رییس امام‌الدین سنايي‌زاده سلام‌وطندار ته ویلي چې د متشبثو ښځو د ملاتړ په موخه یې دغه خونه کې د مېرمنو د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د پیسو اخیستل معاف کړي او توکو ته یې د بازارموندنې لپاره نندارتون جوړوي.

هغه وویل: «د دې لپاره چې سوداګرې مېرمنې ډېرې ستونزې لري، خرڅلاو یې کمزوری دی، اقتصادي مسایلو ته لاسرسی ستونزمن دی او موږ د غړیتوب حق او نور خدمتونه دوی ته وړیا کړي دي.

مزارشریف کې د ښځو ځانګړي بازار کې شاوخوا ۷۰۰ مېرمنې په ۱۲۰ هټیو کې د اقتصادي ځان‌بسیاینې او ټولنه کې د معنی‌لرونکي حضور په موخه خپل سوداګریز فعالیتونه کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه بازار کې ښځې هټۍ‌والې د مېرمنو د جامو ترڅنګ ارایشي توکي، د خیاطۍ کارخونې او د لاسي توکو د تولید کاخونې هم جوړې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام